ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: شاوخوا ۵سوه منسوبینو کمانډویي زده کړې بشپړې کړې

۵۱۳ تنه منسوبین د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فرقې د ښوونیز مرکز د پینځمې دورې له ۴ میاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې چې دا منسوبین له عقیدوي او ځانګړو کمانډویي پرمختللیو پوځي زده کړو وروسته نن(شنبه، کب ۲۵مه) له یو لړ مراسمو وروسته فارغ شوي دي.

یادو مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د ځانګړو ځواکونو فرقې قوماندان نصرت حاجی لالا، د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني، د ملي دفاع وزارت د عقیدتي، فرهنګي او کلتوري ریاست رییس مولوي سیداغا ابومقبول عاکف، نظامي او ملکي چارو مسوولینو، علماء کرامو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.

لوی درستیز قاری محمد فصیح الدین فطرت دې فراغتغونډه کې نویو منسوبینو ته مبارکي ویلي او وړاندې یې په خپلو خبرو کې زیاته کړې: تاسو هغه غښتلي مجاهدین یاست چې پرون مو د جهاد په سختو سنګرونو کې د کفارو د اشغال په مقابل کې د سر او مال په بیه مبارزه کوله؛ او اوس مو په ډیره میړانه اونه سټرې کیدونکو هلو ځلو د اسلامي نظام د بقا او خپل هیواد د ساتنې لپاره  د ځانګړو ځواکونو کومانډویي سختې زده کړې ترسره کړې، چې ستاسو دغه سترې بریاوې، مسلکي وړتیاوې او رزمي نمایشونه د دښمنانو په زړونو کې ویره اچولې او دا امید یې د تل لپاره  له لاسه ورکړی چې د دې اسلامي نظام په شتون کې به د هیواد په پاکه خاوره کې خپلو کرغیړنو موخوته ورسیږي.

همداراز لوی درستيز زياته کړه: اتلو مجاهدینو لکه څنګه مو چې د کفر اشغال مات او ختم کړو او خپل هیواد مو آزاد کړو اوس هم په تاسو ټولو فرض ده چې د اسلامي نظام د بقا لپاره او خپل هیواد د ساتنې په موخه شپه او ورځ د دښمنانو په مقابل کې مبارزه وکړئ.

دې مراسمو کې نویو فارغو شویو منسوبینو ژمنه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې چوپړ کولو ته تیار دي او د سر په بیه به له دین، هېواد او خپلواکۍ دفاع کوي.

اړوند خبرونه