د هلمند د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د سوالګرو او بې سرپرسته کورنيو د تشخيص امريت دې ولایت کې د حرفوي سوالګرو یوه ډله نیولې ده.
د سوالګرو او بي سرپرسته کورنيو د تشخيص امريت آمر په خپلو خبرو کې ویلي چې څو ورځې وړاندې د يو شمېر کشفي ارګانونو د مالوماتو په بنسټ شاوخوا ۴۵ حرفوي سوالګر پېژندل شوي وو چې اوس ونیول شول.
د نوموړي په وینا، دا سوالګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ څخه هلمند ولايت ته راغلي وه او غوښتل يې چي مرکز لښکرګاه په بېلا بېلو واټونو کي په حرفوي ډول سوال وکړي.
ویل کیږي چې د يادو ۴۵ تنو له ډلې ۳ تنه مخکې نیول شوي وو.
د هلمند ځایي مسوولینو ویلي چې دا کسان عدلیي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.