د لوګر ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په هلو ځلو په پل علم ښار کې له یو شمېر هټیو او درملتونونو درمل او خوراکي توکي چې د کارېدو نېټه یې پوره وه، راټول اوسوځولي دي.
ددې ولایت مسوولینو ویلي چې دا توکي په تېره یوه اونۍ کې د امر بالمعروف محتسبینو راټول او له منځه وړي دي.
د امر بالمعروفاو نهي عن المنکر رییس د تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو پلورل د شریعت خلاف کار وبلل او پر هټۍ والو یې غږ کړ، چې له دغه کار څخه دې په کله ډډه وکړي.