د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، چې امريکا د سوېلي افريقا سفير له دې هېواد باسي.
نوموړي دغه سفير په “توکم پالنې” تورن کړی او زياته کړې يې ده، چې هغه له ټرامپ څخه نه يوازې کرکه؛ بلکې د ولسمشر له سياست سره مخالفت لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې هغه باید د مارچ تر ۲۱مې پورې له دې هېواد څخه ووځي. ياده دې وي، چې د امريکا او سوېلي افريقا اړيکې دې هېواد ته د ټرمپ له لوري د مرستو له بندېدو وروسته يو څه ترېنګلې شوې دي.