ډېر لوستل شوي

د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير مولوي عبدالکبیر افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رییس عرفان جمال سره کتلي دي.

دې کتنه کې دواړو لوریو له افغان کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او د هغوی د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي.

عرفان جمال خپلو خبرو کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو مسوولین له ایراني او پاکستاني لوریو سره په خبرو بوخت دي؛ تر څو له یادو هېوادونو څخه افغان کډوال د یوه منظم پلان له مخې خپل هېواد ته راستانه شي.

 دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د دا ډول ناستو پلوی دی او ډاډ یې ورکړی چې افغان حکومت به په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.

یاده دې شي چې پاکستاني حکومت یو ځل بیا ګواښ کړی چې افغان کډوال به خپل هېواد کې نه پرېږدي.

اړوند خبرونه