ډېر لوستل شوي

د ۲۰۹ الفتح قول اردو ښوونیز مرکز نږدې زر تنه مجاهدین پر مسلکي زده کړو سمبال کړي

د شمال زون د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه نږدې زر تنه مجاهدین فارغ شوي دي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند مولوي مطیع الله عابد ویلي، دغو مجاهدینو ته د مسلکي استادانو له خوا په نظامي، عقیدوي او فکري برخو کې شاوخوا دوې میاشتې زده کړې ورکول شوي دي.

په دې فراغت غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو د مجاهدینو په غښتلتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې باید د دښمن هرې کړنې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي.

دغو چارواکو ویلي چې د اسلامي امارت نظام د ټولو افغانانو نظام دی او هیڅ غړي ته یې قوم، ژبه، او توکم مطرح نه دی.

بلخوا فارغو شویو ځواکونو ویلي، چې د پخوا په پرتله ډېر مسلکي شوي او کولی شي له خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي.

دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د ملي اسلامي اردو ټول پوځیان د پخوا په پرتله مسلکي شوي او دغسې زده کړې یې پر دندو ډېره مثبته اغیزه کوي.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع وزارت اړوند ټولو ځواکونو ته د کال په اوږدو کې درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکول کېږي تر څو په خپلو دندو کې لا پیاوړي شي چې دا ځل هم د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه په اومه دوره کې ۹۵۰ تنه منسوبین تر دوه نیمو میاشتو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

اړوند خبرونه