د الجزیرې د راپور له مخې، د شمالي مقدونیې په یوه نایټ کلب کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۹ تنه وژل شوي او ۱۵۵ نور ټپيان دي.
پېښه په هغه نایټ کلب کې رامنځته شوې، چې سلګونه کسان پکې د یوه کنسرټ لپاره راټول شوي وو.
د شمالي مقدونیې لومړي وزیر دا ورځ د خپل هېواد لپاره سخته او غمجنه یاده کړې ده.
د روغتیاپالانو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او ښایي د مړینې کچه لوړه شي.