ډېر لوستل شوي

له جنايي جرمونو سره د کندهار امنيه قوماندانۍ کلنۍ مبارزه؛ ۹۱۵ بېلابېلو پېښو ته رسېدنه شوې

د کندهار امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې له نشه‌يي توکو سره د دې قوماندانۍ د مبارزې مديريت په تېره يو کال کې ۹۱۵ بېلابېلو پېښو ته رسېدنه کړې ده.

د يادې قومانداني د مسوولينو په وينا، په دې ترڅ کې د قتل، غلا، قاچاق، جعل کاري او يو شمېر نورو اړوند پېښو ته رسېدنه کړې ده.

د خبر له مخې، دغه راز د دې پېښو په تړاو ۱ زر او ۲۶۸ تنه مظنونين هم نيول شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ په راپور کې راغلي، چې د روان لمريز کال پر مهال د ۹ عرادې مختلف النوع وسایطو د غلا په تړاو ۱۴ تنه ، د ۶۵ عرادې موټرسايکلونو د غلا په تړاو ۱۰۴ تنه او د بېلابېلو اجناسو او اموالو د غلا په تړاو ۳۶۵ تنه نیول شوي دي. د يادونې وړ ده، چې په دې لړ کې د ملکي خلکو او دولتي ځمکو غصب برخه کې ۶۲ قضيې ثبت شوې او په تړاو يې ۹۴ تنه نيول شوي هم دي.

اړوند خبرونه