ډېر لوستل شوي

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پرمختیايي پروژې منظورې کړي دي.

ددې پروژو د منظورېدو خبر د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن (يکشنبه، کب ۲۶مه) په خپل اېکس ورکړی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په تصویب شویو او منظور شویو پروژو کې د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او مراقبت د پروژې بشپړېدل، د کابل طبي پوهنتون د علي آباد په روغتون کې د سرطان د درملنې د مرکز بشپړېدل، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ او باغ پل سیمه کې د موټرونو لپاره د ترمینل جوړول او د کابل ـ کندهار د لویې لارې د پاتې کارونو بشپړېدل شامل دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې غونډه کې ټولټال ۲۹ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چېله ډلې یې ۸ پروژې منظورې شوي،۱۳ پروژې تعدیل او ۲ پروژې لغوه شوي دي.

د لغوه شویو پروژو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون کاري کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د یادو پروژو بېلابېل اړخونه د ملي تدارکاتو له قانون سره سم بیاځلې وارزوي.

یاده دې شي چې د تدارکاتو ملي کمېسیون له خوا وخت پر وخت رغنیزې پرورژې منظوریږي چې د ډېریو یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې چارې روانې دي.

اړوند خبرونه