د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسقط په لوړپوړو چارواکو سربېره له افغانانو سره هم کتلي دي.
بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې ويډيو کې ښاغلی اميرخان متقي وايي، چې په دې سفر کې يې د مسقط چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
مولوي اميرخان متقي زياتوي، چې د مسقط له بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره يې په ناستو کې د افغان بندیانو د خلاصون، افغانانو ته د ويزو ورکړې او دغه راز په يو شمېر نورو مهمو مسأيلو خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په وينا، د دې سفر په ترڅ کې د مسقط چارواکو د ټولو مسأيلو په حل کې د همکاري ډاډ ورکړی دی. د يادونې وړ ده، چې مولوي اميرخان متقي له تېرو دوه اونيو راپه دې خوا عمان ته په رسمي سفر تللی او لا هم د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره ناستې کوي.