ډېر لوستل شوي

جنک اونال او شیخ اسلام‌جار د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

په افغانستان کې د ترکیې سفیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره کتلي او د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو چارو د اسانتیا په اړه یې خبرې کړي دي.

د ترکیې هېواد سفیر  “جنک اونال” او ورسره مل پلاوي د هرات له والي سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې او په یادو برخو کې یې د همکاریو د پراخولو لپاره د هڅو د زیاتوالي ډاډ څرګند کړی دی.

د ترکيې سفير هرات د يو مهم اقتصادي مرکز په توګه یاد کړی او په وینا چې افغانستان کې د امنیت په راتلو د پانګونې زمینه چمتو شوې ده.

په دې کتنه کې د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار په دغه ولایت کې د ترکیې د پخوانیو همکاریو مننه کړې او د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ویزو د ترلاسه کولو او ترکیې ته د هرات د صادراتو د اسانتیا په برخو کې یې د لا زیاتو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د هرات والي دغه راز د ټاپي پروژې، د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ، د صنعتي ښارګوټي پراختيا او يو شمېر نورې پروژې د هرات د مهمو اقتصادي پروژو په توګه يادې کړې دي.

نوموړي ویلي چې اوسمهال کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پام وړ زمینه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه