د فراه ځایي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د بخش اباد بند د لوی سل متره تونل انحرافي چارې په بشپړ ډول پای ته رسېدلي دي.
مسوولینو همدارنګه ویلي چې د یوه کوچني تونل د یوه اړخ دروازې د کانکرېټ چارې هم بشپړې شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي و چې پر دې بند د ورځې او شپې کار کیږي او کافي ماشینري پر کار بوخته ده.
یاده دې شي، چې بخش اباد اوبو بند د هېواد په سویل لویدیځ کې یو له مهمو بندونو دی چې د یو میلیارد متر مکعب اوبو د ذخیرې تر څنګ د ۲۷ میګاواټه برېښنا د جوړولو وړتیا لري.