ډېر لوستل شوي

د تورخم ښارګوټي پر بدیل کار روان دی

د ریاست الوزراء د حکم له مخې، د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د نوې ښارګوټي چارې پیلیږي.

ددې ښارګوټي د ځمکې ارزونې په پار د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني د مالیې، کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازو او نورو د مومندرې په ډکې سیمه کې ځمکه ارزولې ده.

د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د دې ښارګوټي د جوړېدو ارزښت ته په اشاره ویلي، چې دا به په سیمه کې د اقتصادي ودې، ښاري تنظیم، د سوداګرو د ستونزو حل او د دولتي چوپړونو چټکتیا ته نوې لاره هواره کړي.

 د مسوولینو په وینا، په تورخم کې به یوازې هغه دولتي ادارې پاتې شي چې د فرضي کرښې چوپړونو لپاره اړینې دي؛ خو نورې دولتي ادارې او سوداګریز فعالیتونه به نوي ښارګوټي ته راولېږدول شي. مسوولین زیاتوي، چې دا اقدام به په تورخم کې د بیروبار مخه ونیسي، د ګمرکي او سوداګریزو چارو تنظیم ته وده ورکړي او د سوداګرو لپاره به د لا زیاتو اسانتیاوو لامل شي.

د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ښارګوټي د رغونې کره نېټه به د ښارګوټي له تخنیکي چارو له پای ته رسېدو وروسته په ډاګه شي.

اړوند خبرونه