ډېر لوستل شوي

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسيون ناسته وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ناسته کړې ده.

ارګ نن (دوشنبه، کب ۲۷مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ شوی، چې د افغان کډوالو له بېړني او جبري اېستلو ډډه وکړي.

یاد کمېسیون دغه راز له او آی سي، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو او ادارو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدوو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په راتلونکې کې به هم دې ستونزې ته د حل په موخه خپلې هڅې دوامداره وساتي.

اړوند خبرونه