ډېر لوستل شوي

سوریې سره ۳۰۰میلیونه یورو مرسته شوې

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مشرۍ یوه کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې د ملګرو ملتونو او ځینو سازمانو په مټ د سوریې وګړو ته ۳۰۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

ویل کیږي چې له دې مرستې به اردن، لبنان، عراق او ترکیه کې هم سوریايي کډوال برخمن شي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په وینا، دا مرستې به د خوړو، روغتیایي چوپړونو، سرپناوو جوړولو او نورو برخو کې ولګول شي.

اړوند خبرونه