ملي دفاع وزارت نن ماخوستن( دوشنبه، کب ۲۷مه) په خپل اېکس د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د ۷۰۰ تنو نویو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت وړاندې په خپل اېکس کې لیکلي چې دې کسانو ته لس میاشتنۍ، عقیدتي، فکري او نظامي زده کړه ورکړل شوې ده.
ددې فارغینو په مراسمو کې لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې د افغانستان اسلامي اردو له ګاونډيو او نورو هیوادونو سره د جګړې لپاره نه ده جوړه شوې، بلکې د هېواد د سرحداتو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره روزل شوې ده.
یاده دې شي چې په تېرو څو ورځو کې تر ۲زره زیات منسوبین له بېلابېلو برخو کې فارغ شوي دي.