د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ودې او بزګرانو د هڅونې په موخه په بهسودو، حصارک، سره رود، چپرهار، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې په لس جریبه ځمکه کې د موتیا ګلانو ازمایښتي کښت ترسره کړی.
د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، پر دې پروژه ۱.۳۷ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، هر بزګر ته ۱۰۰۰ بوټي، کرنیز وسایل، تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شوي، څو د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړ او عواید زیات شي.
یاده دې شي چې ددې ګلانو د طرحې عملي کېدل به د بزګرانو له اقتصادي ودې او د موتیا ګلانو کښت ته زمینه برابره کړي.