ډېر لوستل شوي

په ميدان وردګو کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين پيل شو

د ميدان وردګو ولايت مقام د رسنيو دفتر په ميدان ښار کې د “نن نيالګي د راتلونکې هوساينه” تر سرليک لاندې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين له پيل خبر ورکړی دی.

د ياد ولايت والي قاري بختيار معاذ وايي، چې د نيالګيو او بوټو کېنول صدقه جاريه ده او له ټولو يې په دې برخه کې د خپل مسووليت د اداکولو غوښتنه هم کړې ده.

د خبر له مخې، دغه کمپاين د دې ولايت د چاپېريال ساتنې، ښاروالۍ او کرنې رياستونو په همغږۍ پيل شوی او په ترڅ کې به يې د دولتي ادارو، مرستندويه مؤسسو او خصوصي سکټور شاوخوا ۳۰ زره غير مېوه لرونکي نيالګي او زينتي بوټي کېونل شي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد کمپاين په مهال ولايتي چارواکو د ښار په زرغونتیا او په ښکلا کې د نیالګیو کینولو پر اهمېت هم خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه