د ښرنې ښاروالۍ ویلي چې دې ولایت کې یې د نیالګیو اېښودو پراخ کمپاین پیل کړی دی.
دغه کمپاین د ښرنې ښاروالۍ ریاست، د پکتیکا ولایت مقام، چاپیریال ساتنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو او دغه راز “د راتلونکې نسلونو د ساتنې موسسې” سره په ګډې همکارۍ پیل شوی دی.
دې غونډې ته د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد ویلي: د شکر او نېکمرغۍ ځای دی، چې نن په هیواد کې د بمونو، بدمرغیو او جنګونو پرځای د سولې، ارامۍ او ورورولۍ په فضا کې د هیواد د سمسوتیا لپاره د ونو کېنولو غونډې کېږي.
نوموړي د غونډې په ټولو برخوالو او خلکو غږ وکړ، چې د چاپیریال د سمسورتیا په نیت دې نه یوازي نیالګي کینوي، بلکې پوره پالنه او ساتنه دې وکړي.
یاده دې شي چې سږکال به د هېواد په ټولو ولایتونو کې میلیونه نیالګي کېنول شي.