د پکتیکا د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو له لوري نهه تنه د بېلا بیلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
ددغو مجرمینو له ډلې ۳ تنه له تفګنچې، چړې او پلاس سره یوځای، ۲ تنه د اخلاقي فساد او ۴ نور د روژې د خوړولو پر تور نیول شوي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې تورن کسان یې عدلي ارګانونو ته ورپېژندلي.