د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت نن مازیګر(دوشنبه، کب ۲۷مه) په خپل اېکس لیکلي چې کابل ښار کې یې د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او لیږد په تړاو ۴۸ کسان نیولي دي.
دې معینیت ویلي چې دا کسان د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کشفي مالوماتو په بنسټ نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۵۷۵۵ نشه يي ګولۍ او ډول ډول نشه یي توکي تر لاسه شوي دي. ورته وخت کې دې معینیت ارزګان کې د ګڼو ومانو د نیونې خبر هم ورکړی دی.