یونیسف یا د ماشومانو د خوندیتوب صندوق په خپل اېکس لیکلي چې د غزې ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
یونیسف وړاندې لیکلي چې اوسمهال یو میلیون کوچنیان بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او له لوږې کړیږي.
وړاندې راغلي چې دا ماشومان د څښو اوبه هم نه لري او هېڅوک حق نه لري چې د ماشومانو د بنسټیزو اړتیاو مخنیوی وکړي.
یونیسف وړاندې لیکلي چې اوس باید غزې ته برېښنا، اوبه او خواړه ورروسول شي.
یاده دې شي چې صهیونېست رژیم غزې ته پر بشري توکو بار لارۍ درولي دي.