ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په غزه کې د صهيونېست رژيم بريدونه په کلکو ټکو غندلي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په غزه کې د صهيونېست رژيم سهارني بريدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول حافظ ضياء احمد تکل د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې صهیونېستي يرغلگرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی؛ بلکې د انسانیت له بنسټيزو ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.

د بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې له ذيدخله په ځانګړي توګه له اغيزمنو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطين له مظلوم ولسه کلک ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو په پار عملي او جدي ګام واخېستلی شي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه راز د تل په څېر د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه بنسټيزه موضوع بللې او د هغوی حقه مبارزه او مشروع مقاومت يې حقه حقوق بللي دي. دا په داسې مهال ده، چې د غزې په تړانګې د صهيونېست رژيم د سهارني بريدونو له امله تر دې مهاله د ماشومانو او ښځو په ګډون له ۳۰۰ ډېر بې‌ګناه فلسطينيان شهيدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

اړوند خبرونه