ډېر لوستل شوي

خوست کې ۱۷ زره زینتي نیالګي کېنول کیږي

د خوست صبریو ولسوالۍ کې د «نن نیالګی او د راتلونکي هوساینه» په نوم ۱۷ زره زینتي نیالګي کېنول کیږي.

د خوست د مقام دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ۱۷ زره نیالګي ۳ شوراګانو ته ورکړل شوي دي.

دا نیالګي د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو خواړو او کرنې دفتر په مالي مرسته وېشل شوي دي.

یاده دې شي چې د نوي کال له پیله به په ټول هېواد کې میلیونونه مېوه‌لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شي.

اړوند خبرونه