ډېر لوستل شوي

د تورخم د تړلې دروازې تر شا

له نن نه ۲۶ ورځې وړاندې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. ددې دروازې پرانیستې ته نه یوازې سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي په تمه دي، بلکې د دواړو غاړو زرګونه مسافر، پلي، عمرخوړلي، ناروغان، مېرمنې او کوچنیان یې هم د پرانیستې انتظار باسي. فرضي کرښې ته له نږدې پرتو ولسونو باید مننه وشي چې د دوی پالنه یې کړې ده.

له پرونۍ بریالۍ جرګې وروسته تمه شته چې دا لاره به د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي. له نن نه وړاندې یوه بله جرګه او د دواړو حکومتونو د استازو ترمنځ هم ناستې شوې وې، خو بې پایلې وې.

بنسټیزه پوښتنه دا ده چې ګاونډي هېواد سره ګډې سوداګریزې لارې په ځلونو د هغوی له لوري په نه‌توجیه کېدونکو دلایلو تړل شوي. ددې لارو تړلتیا هغه وخت لا سخته تمامه شي چې د افغانستان د مېوو او سبزي موسم شي. د دواړو غاړو بزګران او سوداګر تل له دې موضوع کړېدلي او په میلیونونو ډالرو زیان ویني.

اصلي مسله دا ده چې باید افغان حکومت پر بدیلو سوداګریزو لارو ژور غور وکړي. که څه هم افغان حکومت لا له وړاندې لاس په کار شوی، له منځنۍ اسیا هېوادونو سره یې اړیکې تر هر وخت غوره او پر ګډې همکارۍ ولاړې دي. همدارنګه د واخان سړک هم د بدیل یو ښه فرصت دی. نن سبا د ټرانزیټ غوره، خوندي او اقتصادي لار د وسپنیزو پټلیو وده ده.

افغان خاوره د نړیوالې او د سیمې د سوداګرۍ د راجلبونې پوره ظرفیت لري. د افغانستان له لارې د منځنۍ، ختیځې او سویلې اسیا تر منځ اقتصادي اتصال شونی دی. همدارنګه چین او هند کولی شي خپله سوداګري له افغان خاورې له اروپا او امریکا سره پراخې کړي. خو دا خوب هغه وخت لا رښتیا کېدی شي چې هېواد کې د ریل پټلۍ صنعت ته وده ورکړو.

په ډاډ سره ویلی شو چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د خپلو ذخایرو د پلورنې په پار افغان خاورې ته اړتیا لري. ترکمنستان د نفت او ګازو له مخې په نړۍ کې څلورم ځای لري. ایا دا هېواد نه غواړي خپل تېل او ګاز د افغانستان له خاورې سویلې اسیا ته ولېږدوي؟ ټاپي یې غوره بېلګه نه ده؟ د خپل اقتصاد رغونه، خپل هېواد کې پانګونه، خپلو تولیداتو ته ارزښت او نور د ولسونو په واسطې سره کیږي. هېڅ هېواد په یوازې ځان نه دی اباد شوی؛ بلکې د هېوادونو جوړونه د ملت او حکومت ګډ کار دی. راځئ چې ددې هېواد د یوه غړي په توګه د هېواد په ابادونه او د خپل اقتصاد په وده کې خپله ونډه ترسره کړو.

اړوند خبرونه