د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري نن د ازبيکستان د جيولوجي او کانونو وزارت د بهرنيو عملياتي چارو سلاکار بهزاد مرمودوف او پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د طوطي میدان ګازو پروژې د چارو او د میدان وردګو د خوېش اوسپنې کان په تړاو خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې د مرمودوف د کانونو او پټرولیم وزارت له همکاریو غوښتنه کړې او د کانونو د سروې، پراختيا، استخراج، او د منرالونو د پروسس په برخو کې د ګډ کار او همکاريو ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي بدري د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او د لازمو همکاریو ډاډ يې هم ورکړی دی.