الجزیرې خبري اژانس لیکلي چې د صهیونېست رژیم په بېګنیو بریدونو کې د شهیدانو شمېر له ۴۰۰ تنو اوښتی دی.
دې اژانس وړاندې لیکلي چې دې بریدونو تر ۵۰۰ ډېر ټپیان کړي هم دي. ځایي رسنیو لیکلي چې د درملو او روغتونونو د نشتون په سبب ډېری ټپیان شهیدان شوي.
صهیونېست رژیم همدارنګه د رفح بندر تړلی او فلسطینیانو ته یې د ژر تر ژره وتنې امر کړی دی.
یاده دې شي چې صهیونېست رژیم د واشنګټن په مرستې بیاځلې د فلسطینیانو ټولوژنه پیل کړې ده. ددې رژیم لومړي وزیر ویلي چې د اوربند دویم پړاو ته غاړه نه ږدي.