ډېر لوستل شوي

غزني کې پر نشو روږدي روغ رمټ کورنیو ته ستانه شوي

دغزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي، چې دې ولایت کې ۳۱ هغه کسان بېرته روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستانه شوي چې پخوا پر نشه یي توکو روږدي وو.

دا کسان د غزني امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت له لوري نن(سه شنبه، کب ۲۷مه) خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د غزني ځایي مسوولینو ویلي چې دا کسان ۳ میاشتې تر درملنې لاندې وو، چې اوس له نشه یي توکو لاس په سر او خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي.

یاده دې شي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره نه یوازې لسګونه زره روږدي رغېدلي، بلکې د کار روزګار جوګه هم ګرځېدلي دي.

اړوند خبرونه