د ماليې وزارت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په نورم کې د بدلون په تړاو ټولې اوازې ناسمې بللې او ويلي دي، چې په معاشونو کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې اوونۍ په اوږدو کې به د دولتي کارکوونکو معاشونه د پخوا په څېر په منظم او عادي توګه ورکړل شي.
د اسلامي امارت ماليې وزارت ډاډ ورکړی، چې مامورين دې د خپلو معاشاتو په تړاو هيڅ اندېښنه ونه لري. دا په داسې مهال ده، په دې وروستيو کې په يو شمېر رسنيو او ټولنيزو پاڼو کې ګنګوسې وې، چې ګواکې د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې کموالی راغلی.