ډېر لوستل شوي

په خوست کې د ۳۷ پراختیايي پروژو پيل؛ زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي

د خوست مقام د رسنيو دفتر د څه باندې ۸۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۳۷ پروژو د چارو له پيل څخه خبر ورکړی دی.

د ياد مقام د رسنيو دفتر ويلي، دغه پروژې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په ۳۷ کلیو کې د ۳۷ پروژو چارې پيلېږي، چې په زرګونه کسانو ته به پکې د کار زمينه هم برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په پرانستغونډه کې د خوست د مقام دفتر رييس مولوي محمد صابر صابري سربېره د کلیو پراختیا رييس مولوي عنایت‌الرحمن جلالي، د یادې ولسوالۍ د چارواکو په ګډون ګڼو چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه