د پکتيا امنيه قومانداني پنځمې امنيتي حوزې ځواکونو د مرکز اړوند مهلن سيمه کې د قصدي اورلګونې عاملين نيولي دي.
ياده قومانداني وايي، چې پدې اورلګېدنه کې چاته کوم ځاني زيان نه ده رسېدلی؛ خو د کور خاوند ته مالي زيان رسېدلی دی.
مسوولين وايي، چې د عاملينو دوسيې به تر لومړنيو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
د يادونې ده، په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو فعالیتونه زیات شوي، چې موخه یې د عامه نظم ساتل، د مجرمینو نیول، او د قانون پلي کول دي.