ډېر لوستل شوي

پکتیا کې دوه غله له یوه موټر سره لاس په لاس نیول شوي

د پکتیا د امنیه قومندانۍ اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په روحاني بابا ولسوالۍ کې دوه تنه غله له یوه تښتول شوي موټر سره لاس په لاس نیولي دي.

ویل کیږي چې دې غلو له ګردېز ښاره یو پاسو موټر تښتولی و.

د پکتیا امنیه قومندانۍ وړاندې زیاتوي چې د ګردېز ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یو تن د موبایل د غلا پر تور نیول شوی دی.

نیول شویو کسانو کړي جرمونه منلي او د لا ډېرو پوښتنو ګروېګنو په پار عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه