د ٢۱۷ عمري قول اردو قوماندانۍ اړوند له نظامي ښوونیز مرکز څخه۵۲۰ تنه ځوان منسوبين فارغ شوي دي.
ویل کیږي چې دا ځوان منسوبین له درې میاشتنیو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته نن(سه شنبه، کب ۲۷مه) د نظامي مسوولینو په شتون کې فارغ شوي دي.
یادو مراسمو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين”منصور”د کندز د علماوو شورا معاون شيخ صاحب ممتاز الله البشراني، د کندز او تخار ولایتونو والیانو او ګڼو نظامي او ملکي مسوولینو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳ زره تنه ځوان منسوبین د دین او هېواد د دفاع په موخه چوپړ ته وړاندې شوي.