ډېر لوستل شوي

ارګ: اسلامي همکاریو سازمان دوې پروژې بشپړوي

ارګ نن ماسپښین(چهارشنبه، کب ۲۹مه) په خپله رسمي اېکس لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې دوې پروژې بشپړیږي.

د ارګ پر اېکس وړاندې راغلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر چهاراسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د یوې شبکې او یوه جومات د پاتې چارو د بشپړونې ویلي دي.

د دې پروژو تړون د ریاست‌‌الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر او د اسلامي همکارۍ سازمان د سفیر سعید العیاشي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې دغه سازمان له افغانستان سره همکارۍ ته لېوال دی او هڅه کوي چې د هېواد په لویو بنسټيزو پروژو کې ونډه واخلي.

اړوند خبرونه