په برېتانیا کې د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځيرکتیا په مټ یوه ورځپاڼه چاپ شوې ده.
ددې ورځپاڼې مدیر کلاډیو سیراسا ویلي چې ددې څلورمخیزې ورځپاڼې ټوله منځپانګه مصنوعي ځیرکتیا رامنځته کړې ده.
نوموړي ویلي چې ددې کار موخه یې دا ده چې روښانه شي، د مصنوعي ځيرکتیا کارونه او پنځونې څومره دقیقې دي.
له بلې خوا، یو شمېر خبریالانو اندېښنه ښودلې چې دا چاره به کاري فرصتونه لا محدود کړي.