د ننګرهار ځايي مسوولين وايي، چې د تورخم دروازه به نن د هر ډول تګ را تګ پر مخ پرانېستل شي.
د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی په وينا، چې پاکستاني لوري په تورخم کې له افغان کميسار عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو ناسته کړې ده. د يادونې وړ ده، پاکستان دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې د اسلامي امارت له لوري د تأسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړلې وه.