ډېر لوستل شوي

تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

تورخم دروازه چې له تېرو ۲۷ ورځو راهیسې د ټرانزیټي موټرونو او پلیو پر مخ تړل شوې وه، څو شېبې وړاندې پرانېستل شوه.

له تورخم څخه د امید راډیو خبریال وایي، دمګړې له پاکستاني لوري افغانستان ته د لاریو لیږد ته اجازه ورکړی شوې او د افغانستان له لوري به هم پاکستان ته بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

که څه هم تراوسه پلیو او مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکول شوې، خو تمه ده چې سبا یا د جمعې پر ورځ یاده لاره د مسافرو پر مخ هم خلاصه شي.

یاده دې شي چې تورخم دروازه نږدې یوه میاشت د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، چې په دې وروستیو کې دوه اړخیزو ناستو کې د دروازې پر پرانیستې موافقه شوې.

اړوند خبرونه