ډېر لوستل شوي

د استانبول ښاروال د فساد او ترهګريزو اړيکو په تور ونيول شو

د ترکيې پوليسو د استانبول ښاروال او د دغه هېواد د ولسمشر رجب طيب اردوغان اصلي سيال اکرام امام اوغلو د مالي فساد او د ترهګريزو اړيکو په تور نيولی دی.

د اسوشټېډ پريس خبرې اژانس د راپور له مخې، د ترکيې څارنوالانو د ښاروال په ګډون د نورو سلو تنو د نيولو حکم هم صادر کړی دی. ياده دې وي، چې د دې هېواد امنيتي چارواکو د استانبول شاوخوا سړکونه هم تړلي او په ښار کې یې د څلورو ورځو لپاره په لاریونونو بندیز لګولی دی.

اړوند خبرونه