ډېر لوستل شوي

د افغانستان بانک او ماليې وزارت ترمنځ د پيسو د ورکړې د سيسټمونو تړون لاسلیک شو

د افغانستان بانک لومړي مرستيال صديق‌الله خالد او د ماليې وزارت مرستيال عبدالقدير احمد نن (چهارشنبه، کب ۲۹مه) د پيسو د ورکړې سيسټمونو د وصلولو تړون لاسليک کړ.

د مسوولينو په وينا، چې د دې سیستمونو وصلول د هېواد د مالي زیربناوو په پیاوړتیا، د تادیاتو په چټکولو او د شفافیت او مؤثریت په ډېروالي کې یو مهم ګام بلل کیږي. د ياد وزارت او د افغانستان بانک مسوولينو د تړون د لاسليک پر مهال ويلي، چې د دې نوښت له لارې نه یوازې د ملي عوایدو راټولول، لګښتونه او د معاشونو مدیریت اسانه کیږي؛ بلکې سوداګر او مالي ادارې هم کولی شي خپل سوداګریزې راکړې ورکړې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

اړوند خبرونه