د افغانستان عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوی نور جلال جلالي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د الشفا روغتون د بیا رغونې له چارو ليدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، ښاغلي جلالي الشفا روغتون د هېواد په کچه د تخصصي او ثالثي صحي خدمتونو په وړاندې کولو کې بېساري بللي او د دې روغتون د بيا رغونې د چارو په بشپړېدو او دغه راز د عصري طبي تجهيزاتو په درلودلو يې ټينګار کړی دی.
دغه راز په دې ليدنه کې د چين سفير د خپل هېواد د دوامداره همکارۍ يادونه کړې او د دې روغتونو په بيا رغونه، تجهيز او پراختيا کې د همکاريو ژمنه کړې ده. ياده دې وي، چې د الشفا روغتون د کابل له مهمو روغتیايي مرکزونو څخه دی چې د تخصصي درملنې او نورو پرمختللو صحي خدمتونو لپاره پېژندل شوی دی.