ډېر لوستل شوي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د ناسو رواجونو د مخنیوي فرمان صادر شو

په دغه فرمان کې راغلي چې د بالغې نجلۍ مکلفیت د هغه له پلار او مشر ورور سره دی او هېڅوک حق نه لري چې په زور کوژده او نکاح شي. همدارنګه ویل شوي چې د خاوند له لوري ورکړل شوی مهر دې له نوموړې بېرته نه شي اخیستل کېدی.  له مهر څخه پرته د طویانې، اختري، موسمي، ولور او نور ټول لګښتونه ناجایز دي. همدارنګه د پایوازي او نورو بې ځایه خوړو څخه دې ډډه وشي.

په دغه فرمان کې د نجونو د کور مخې ته په ډزو او یا پر څادر اچولو یا پیکي پرې کولو یا بله لاره باندې د نجلې نکاح ناسمه او یاده کړنه جرم یاد شوی.

له عمرې او حج څخه راستانه شويو ته د بې ځایه خرڅ د نه کولو ویل شوي او همدارنګه د مړي له کوره د خوړو پر مخنیوي ټینګار شوی

فرمان کې وړاندې د کوژدې یا واده پر مهال ډزې او له امارتي وسایطو ګټه اخیستنه منع ده او همدارنګه په ښادیو کې د موټرونو ځغلول چې د مرګ ژوبلې لامل کیږي؛ هم منع شوي. یاده دې شي چې د بې ځایه دودونو د منعې دا فرمان په پینځو مادو کې خپور شوی چې د توشېح له نېټې وروسته به رسمي جریده کې خپور شي.

اړوند خبرونه