د هرات د مرکزي زندان مسوولینو ویلي چې ددې زندانه ۲۱۷ تنه پر حرفوي او دیني زده کړو سمبال شوي دي.
د هرات د زندان آمر قاري نېک محمد ویلي چې د ښځو په ګډون دې زندانیانو ته حرفوي او دیني زده کړې ورکول شوي.
د نوموړي په خبره اوسمهال د هرات په زندان کې ۲۷۰۰ کسان بندیان دي چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي دي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت مسوولینو ویلي، چې د هرات سربېره د هېواد ګڼ زندانونه اوس د اصلاح او کسبونو د زده کړې پر مرکزونو بدل شوي دي.