ډېر لوستل شوي

د ټرمپ او پوتین خبرې؛ زلنسکي د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو د بریدونو له درېدو هرکلی وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ټلیفوني خبرو کې د ۳۰ ورځو لپاره د اوکراين د انرژۍ پر بنسټونو د بريدونو په درېدو هوکړه کړې ده.

رويټر خبري اژانس کاږي، چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي له دې هوکړې هرکلی کړی او هيله يې څرګنده کړې، چې د دې خبرو ټول جزئيات ورسره شريک شي.

د امریکا ولسمشر د سه شنبې ماښام له خپل روسي سیال سره د اوکراین د جګړې د برخلیک په اړه خبرې کړي؛ خو د دې خبرو جزئیات لا تر اوسه هم له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د راپور له مخې، زلنسکي د ټرمپ او پوتین له خبرو وروسته د آلمان او فرانسې له ولسمشرانو سره هم ټلیفوني خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه