ډېر لوستل شوي

«سولې او باور کنفرانس» کې ګډون؛ د برېښنا شرکت اجراییوي رییس ترکمنستان ته تللی

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی د «سولې او باور » په نوم کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته تللی دی.

دې پلاوي کې د برېښنا عمومي شرکت سربېره د تولګټو او کانونو او پټرولیم وزارت استازو هم برخه اخیستې ده.

دغه کنفرانس چې د ۱۰۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شوی، د برېښنا لېږد او برېښنايي سیستمونو د پیاوړتیا په اړه د ځانګړو بحثونو سربېره به پکې د سیمه‌ییز اقتصاد پر پیاوړتیا، ریل پټلۍ، برېښنا، د ګازو لېږد او ټیکاو په اړه خبرې وشي.

یاده دې شي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ کې د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې شوي دي.

اړوند خبرونه