د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د خپلو مخالفيونو د ځپلو په پار د دې هېواد له سياسي مشرانو مرسته غوښتې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بلوڅ بېلتونپالو له لوري پر جاپر اېکسپرېس اورګاډي تر بريد وروسته د پارلمان د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې کړې دي.
د پاکستان حکومت په دې غونډه کې له مخالفو ډلو سره په مبارزې او د متحد سياسي ګام پر اړتيا ټينګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې بلوڅ بېلتونپالي، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او نورې ډلې وخت ناوخت د دولت ضد بریدونه ترسره کوي، چې د حکومت لپاره يې لوی امنیتي چلنجونه رامنځته کړي دي.