د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت پر سوريې د اسراييلو صهونېست رژيم بريدونه غندلي دي.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوريې په ځينو سيمو د اسراييلي یرغلګرو هوايي بريدونه له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده.
سعودي عربستان دارنګه پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغو بریدونو پر وړاندې دې کلک دریځ غوره کړي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې په سوریه کې د اسراييلو د روانو بریدونو او سرغړونو پر وړاندې ودرېږي. دا په داسې مهال ده، چې د اسراييلي يرغلګرو وړمه شپه هم د غزې په تړانګې کې پر بېګنا فلسطينانو وحشيانه بريدونه کړي دي.