امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د اېکس شبکې مشر او د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د اغېزمنتوب ادارې مشر اېلن ماسک یوه شرکت ته اور وراچول شوی دی.
دا اور د امریکا په لاس وګاس ښار کې د ټسلا موټرو یوه شرکت ته اچول شوی چې ددې موډل څو موټرونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
په هغو انځورونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي، د ټسلا د موټرو د شرکت ودانۍ او څو موټرې په لوګیو کې پټې ښکاري.
که څه هم اور وژونکي د دې اورلګېدنې په مهارولو توانېدلي، خو د ټسلا موټرو او د تاسیساتو یوې برخې ته یې پراخ زیان اوښتی دی.
تراوسه اور اچوونکي مالوم نه دي او نه هم ددې اوراچونې انګېزه روښانه ده؛ خو د ټرمپ په اداره کې د اېلن ماسک پر بېساري واک امریکایان غوسه دي.