د نورستان مقام د رسنيو دفتر وايي، چې نن سهار د دواب ولسوالۍ په دهن پیار سيمه کې د یو ډاکسن موټر د چپه کیدو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي.
د ياد ولايت والي ویاند فریدون صميم وايي، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو او ځایي اوسېدونکو له لورې د دې ولسوالۍ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې د ياد ولايت والي هم د دې پېښې په تړاو خواشينې ښودلې او روغتيايي مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې چې د پېښې ټپيانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې مهال ده، چې بېګا شپه هم د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د يوې ترافيکي خونړۍ پېښې د څلورو تنو ژوند اخېستی دی.