ډېر لوستل شوي

پوځي ظرفیت پیاوړی کېږي؛ په سلګونه وسایط او وسلې بیا چمتو شوې

د ملي دفاع وزارت په ۱۰۲ خالد بن وليد” رض” قول اردو کې د سلګونه پوځي وسايطو او وسلو له ترميم او ګټې اخېستو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، چې دغه وسايط او وسلې په تېر يو کال کې د دې قول اردو د حمايه لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د مسلکي او تخنيکي پرسونل له لوري ترميم شوې دي.

د خبر له مخې، د بېلابېل ډول پوځې وسايطو په شمول ۲۲۷ ميله سپکې او درنې وسلې هم ترميم او د استفادې وړ ګرځېدلې دي. د يادونې وړ ده، چې اړوند مسوولينو د بيت‌المال وسايطو او وسلو د ترميم او ساتنې په برخه کې د لا ډېرو هڅو ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه