ډېر لوستل شوي

کییف او مسکو لسګونه بندیان تبادله کړي

ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې کییف او مسکو تازه ۱۷۵ بندیان تبادله کړي دي.

ورته وخت کې دغه اژانس د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې د ښه نیت څرګندولو په موخه یې ۲۲ تنه هغه جنګي بندیان هم اوکراین ته سپارلي، چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه وو.

کییف او مسکو په داسې حال کې ددې بندیانو تبادلې ته غاړه اېښې چې پوتین او ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې د جګړې پر پای ته رسولو ټیليفوني خبرې وکړې.

اړوند خبرونه